ایم ایس ډوني ۱۳ کاله وروسته کورنيو کرکټ سیالیوته مخه کوي

د هندوستان نامتو وېکټ ساتونکی توپ وهونکی غواړي چې د ۲۰۲۰ م کال په اوږدو کې د هندوستان کورنیو کرکټ سیالیو سید مشتاق علي لوبو کې ولوبېږي.

د هندوستانۍ کرکټ لوبډلې ۳۸ کلن وېکټ ساتونکی توپ وهونکی او پخوانی لوبډلمشر ایم ایس ډوني غواړي چې ۱۳ کاله وروسته یو ځل بیا په کورنیو یا ډومېسټېک کرکټ سیالیو کې ولوبېږي.

سید مشتاق علي په نوم شل اوریزې کرکټ سیالۍ په هندوستان کې هر کال د دې په خاطر ترسره کېږي، چې د لوبغاړو فوم او وړتیا پکې معلومه شي.

ایم ایس ډوني هم غواړي چې په نوموړو سیالیو کې ولوبېږي او خپل ځان د نورو سترو سیالیو لپاره چمتو کړي.

ډوني په ۲۰۰۷ م کال کې مشتاق علي کورنیو شل اوریزو کرکټ سیالیو کې لوبېدلی و او خورا ښه ځلیدلی و.

هغه وروسته له هغې په سید مشتاق علي کرکټ سیالیو کې د لوبېدو پرېکړه کړې چې کابو اووه میاشتې کېږي نوموړی له هندوستان کرکټ لوبډلې سره نه دی لوبېدلی.