ایوشمان کهرانه په (ډاکټر جي) فلم کې کار کوي

د بالي ووډ فلمونو مشهور اداکار ایوشمان کهرانه د خپل راتلونکي فلم (ډاکټر جي) لومړنی عکس خپور کړی او مینه والو ته یې د فلم په اړه معلومات ورکړي دي.

ایوشمان کهرانه په خپل ټویټر اکاونټ کې د دغه فلم یو عکس خپور کړی دی، چې د ډاکټر په کالیو کې لیدل کېږي، د ډاکټرۍ یو کتاب یې هم په لاس کې دی.

هغه له دې عکس سره لیکلي دي، چې ډاکټر جي تیار راوتی دی او اوس به ثبت پیل شي. همدا راز د ډاکټر جي فلم نوم یې بیا په هشټاګ کې ورسره لیکلی دی.

کاپي…