ایټالیا کې زوروره زلزله شوې

د ایټالیا مرکزي سیمې ۶٫۶ درجې زلزلې لړزولې دي. زلزله کې د ګڼو ودانیو د ویجاړېدو خبر ورکړل شوی.

تر اوسه زلزله کې د مرګ ژوبلې په اړه سم لاسي خبر نه دی ورکړل شوی.

تېره اوونۍ هم هلته پنځه اعشاریه پنځه درجې زلزلې پلازمېنه روم ولړزاوه.

دوه میاشتې وړاندې ایټالیا کې یوې لویې زلزلې لږترلږه ۳۰۰ کسان وژلي وو او ګڼې مېنې یې ورانې کړې وې.

د یکشبنې د زلزلې کچه ۶٫۶ درجه او ژوروالی یې یوازې ۱٫۵ کیلومتر ښودل شوی.