یکشنبه , 28 اپریل 2024

ای مغرور انسانه!

ليکنه: شفیق الله مشفق

د سورت انفطار په شپږم ایت کې الله تعالی فرمایي: يَا أَيُّهَا الْإِنْسَانُ مَا غَرَّكَ بِرَبِّكَ الْكَرِيمِ.

ژباړه: ای انسانه! ته سه شي مغروره کړی یې  په رب خپل باندې چې عزتمند ذات دی!

ته چې د الله تعالی په عاجزو بندګانو کبر او غرور کوې په څه یې کوې!؟ په مال، حال، ځوانۍ، جاېداد او په شان او شوکت یې کوې، که ستا ځواب هو وي، نو بیا خو الله تعالی تا نه مخکې قارون ته بې حسابه مال ورکړې وو،  چې د خزانو کلیانې یو ټولي خلکو نشوې ګرځولی، د عیش و عشرت او سوکالۍ ژوند یې درلود، ډېرې قیمتي جامې به يې اغوستې، په لوړو ماڼیو کې اوسېده، د هیڅ شي کمي يې نه وه، په دنیوي نعمتونو کې ډوب وو، ، خو چې د الله تعالی او د هغه د رسول نافرماني یې وکړه او کبر او طغیان یې وکړ، نو الله تعالی قارون او د هغه مال، ماڼۍ او شتمني یې ټول په ځمکه کې ډوب کړل، هیچا یې مرسته ونکړای شوه، چې تر قیامته د ټولو قومونو لپاره د عبرت درس وګرځېد.

په دنیا کې چې هر متکبر انسان د الله تعالی په بنده ګانو کبر او غرور کړی، هغه رب العزت د زوال سره مخ کړی.

یو حدیث مبارک دی ابو هریره وایې چې رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: درې داسې کسان دي چې الله تعالی به د قیامت په ورځ نه ورسره خبرې وکړې، نه به یې تزکیه کوي، او نه به ورته د رحمت په سترګه ګوري او دوی لپاره درد ناک عذاب دی: اول سپین ږیری زناکار ۲ دروعجن  باچا ۳ خوار کبرجن.

نو ای مغرور انسانه! ته هم په خپل حال سوچ او فکر وکړه، که ته په خپل ګومان سره  په کبر او غرورر کولو کې د ځان لپاره عزت وینې نو دا عزت نه دی، حال دا چې که ته حق ته سر ټیټ کړې،کینه،حسد او بل ته په سپک نظر کتل له زړه وباسې، عاجزي غوره کړې، نو په خلکو کې به دې عزت یو په سله زیات شي. او د صحابه کرامو سیرت مطالعه کړې، چې هغوی ته رب العزت څومره مال او دولت ورکړی وو، خو هغوی د الله تعالی په نافرمانۍ کې نه دی خرچه کړی، چې عثمان بن عفان رضی الله عنه یې یو ښه مثال دی.

عثمان رضی الله عنه چې په عثمان غني باندې مشهور دی، چې پخپل ژوند کې یې ډېر صدقات کړي وو، یوازې په تبوک غزا کې نهه سوه (۹۰۰) اوښان، سل (۱۰۰) اسونه، زر(۱۰۰۰) دیناره، پنځه نیمې(۵،۵) کیلو سرزر او نهه ویشت نیمې (۲۹،۵) کیلو سپین زر صدقه کړي ول، او په خپل ژوند کې يې دوه زره څلور سوه (۲۴۰۰) غلامان آزاد کړي ول،په هغه وخت کې غلام داسې ارزښت درلوده  لکه اوس وخت کې یې چې موټر لرې، په دې دومره صدقاتو او خلکو سره یې ښه سلوک چې د رب د رضا لپاره یې کړی وو، خو چې کله به عثمان رضی الله عنه په قبرونو باندې ورتیرېده بیا به دا د خپل ځان مالک او اختیارمند نه وو، بې اختیاره به یې ژړل او دا به یې ویل چې قبر د اخرت د منازلو نه اولنی منزل دی،یا به دا د انسان لپاره د جنت د باغیچو نه یوه باغیچه ګرځي او یا به دا د انسان لپاره د اور کندو نه یوه کنده ګرځي. عثمان بن عفان رضی الله عنه هیڅ کله هم په خپل مال کبر او غرور نه دی کړی، تل به یې مال او دولت د مسلمانانو په ښېګڼه کې خرچه کاوه.

نو ای زما مغروره او متکبره وروره!  که د عثمان غني رضی الله عنه په شان سخاء نشې کولای، نو کبر او غرور خو دې ختم کړه، د قبر او اخرت سختیو ته سوچ وکړه، د ژوند اصلي لاره وپېژنه، چې هغه یو مسلمان او غریب ورور ته خیر رسول او په ورین تندي هغه سره ملاقات کول دي، له فقیرانو او عاجزو خلکو سره ناسته ولاړه پېل کړه او تل د ځان نه ښکته خلکو ته ګوره چې د هغوی حالت رب العزت په تا هم راوستی شي.نو په ځان دې رحم وکړه او د کبر د کیشتۍ راښکته شه.