ای پي اېل: آر سي بي لوبډلې له پرله پسې اووه ماتو وروسته بریا خپله کړه

د هندوستان غوره لیګ سیالیو کې د ویرات کوهلي تر لوبډل مشرۍ لاندې رویا چلېنجر بنګلور لوبډلې له پرله پسې شپږ ماتو څخه وروسته په خپله اوومه لوبه کې بریا خپله کړه.

دا د ای پي اېل سیالیو ۲۸مه لوبه چې کېنګز اېلېون پنجاب لوبډلې پکې بنګلور لوبډلې ته د څلور لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۷۴ منډو هدف ورکړ.

توپ وهنه کې کرېس ګېل ۹۹ ناسوځېدلې منډې وکړې.

بنګلور لوبډلې د دوه ویکټو په زیان سره شلم اور کې یاد هدف ته ځان ورساوه او لوبه یې د ۸ ویکټو په شتون کې وګټله.

ویرات کوهلي ۶۷؛ خو ای بي ډیویلرز د ۵۹ ناسوځېدلو منډو په جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د همدې سیالیو په ۲۷مه لوبه کې راجستان رایلز لوبډلې ممبۍ انډینز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

ټاکل شوې په یادو سیالیو کې نن درې بجې کلکته له چینای سوپر کېنګز سره او ماښام ۷ بجې به حېدرآباد لوبډله له ډیلي کاپیټالز لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

خبریال: نصرت الله عمرزی