ای پي اېل: رویال چلېنجر بنګلور لوبډلې اوومه ماتې هم وخوړه

د هندوستان غوره لیګ سیالیو په ۳۱مه لوبه کې رویال چلېنجر بنګلور لوبډلې اوومه ماتې هم وخوړه.

په دې لوبه کې بنګلور لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۷۲ منډو هدف ورکړ.

توپ وهنه ای بي ډیوېلرز ۷۵ او معین علي ۵۰ منډې وکړې؛ خو ممبۍ ته لاسیت ملینګا څلور ویکټې واخېستې.

مقابل کې ممبۍ لوبډلې ۱۹ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په تاوان یاد هدف ته ځان ورساوه او لوبه یې د پنځه ویکټو په شتون کې وګټله.

قوینټن ډي کاک ۴۰، سوریا کومار یادف ۲۹ او روهیت شرما ۲۸ تر نورو زیاتې منډې وکړې.

د لوبې غوره لوبغاړی ملینګا وټاکل شو.

په دې سیالیو کې ممبۍ له اتو څخه پنځه ګټلي د جدول په درېیم، خو بنګلور لوبډلې له اتو څخه اووه لوبې بایللي او د جدول په ورستي مقام کې ده.

ټاکل شوې په دې سیالیو کې نن اووه بجې کېنګز اېلېون پنجاب لوبډله له راجستان رایلز لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

خبریال: نصرت الله عمرزی