ای پي اېل: رویال چلېنجر بنګلور لوبډلې پرلپسې پنځمه ماتې هم وخوړه

د هندوستان غوره لیګ سیالیو کې رویال چلېنجر بنګلور لوبډلې پرلپسې پنځمه ماتې هم وخوړه.

د دې سیالیو په ۱۷مه لوبه کې که څه هم د ویرات کوهلي او ای بي ډي وېلرز په ښې توپ وهنې سره بنګلور لوبډلې کلکتې ته د درې لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۰۶ منډو هدف ورکړ؛ خو بیا هم له دې هدف څخه د دوی توپ اچونکو دفاع ونه شه کړای.

کوهلي ۸۴ او ډي وېلرز ۶۳ منډې وکړې.

مقابل کې یې کلکتې لوبډلې ته ویسټ انډیزي لوبغاړي انډري رسل په زړه پورې توپ وهنه وکړه.

په ۱۳ بالونو یې د ۷ شپږیزو او یوې څلوریزې په مرسته ۴۸ ناسوځېدلې منډې وکړې؛ لوبډله یې بریا ته ورسوله او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

په روانو ای پي اېل سیالیو کې دا رویال چلېنجر بنګلور لوبډلې پنځمه لوبه وه او په ټولو کې یې ماتې خوړلي دي؛ خو کلکتې لوبډلې په دې بریا سره د جدول دویم مقام ته ځان ورساوه.

ټاکل شوې په دې سیالیو کې نن ۷ بجې د محمد نبي او راشد اړوند سنرایزر حېدر آباد لوبډله له ممبۍ انډینز لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

خبریال: نصرت الله عمرزی