دوشنبه , 29 اپریل 2024

ای پي اېل: رویا چلېنجر بنګلور لوبډلې درېیمه بریا هم ترلاسه کړه

د کرکټ د نامتو لوبغاړي ویرات کوهلي تر لوبډلمشرۍ لاندې رویال چلېنجر بنګلور لوبډلې په ای پي اېل سیالیو کې خپله درېیمه بریا هم خپله کړه.

د دې سیالیو په ۳۹مه لوبه کې بنګلور لوبډلې چینای سوپرکېنګز ته د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۶۲ منډو هدف ورکړ.

توپ وهنه کې پارټیف پټيل ۵۳ تر نورو زیاتې منډې وکړې.

مقابل کې یې د چینای لوبډلې د توپ وهنې پیل ښه نه وو او د پیل لوبغاړي یې ښه ونه ځلېدل؛ خو وروسته ام ایس ډوني ښه لوبه وکړه که څه لوبډله یې بریا ته نږدې کړې وه؛ خو هدف یې پوره نه شو کړای.

ټولو اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۰ منډې وکړې او لوبه یې د یوې منډې په توپیر وبایلله.

ام اس ډوني ۸۴ منډې وکړې او ناسوځېدلی پاتی شو.

بنګلور لوبډلې په دې سیالیو کې له لس لوبو څخه درې ګټلي او لا هم د جدول په وروستي مقام کې؛ خو چینای لوبډلې بیا له لسو څخه اووه ګټلي او د جدول په لومړي مقام کې ځای لري.

ټاکل شوې په دې سیالیو کې نن اووه بجې راجستان رویالز لوبډله له ډیلي کاپیټالس لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

خبریال: نصرت الله عمرزی