دوشنبه , 29 اپریل 2024

ای پي اېل: سنرایزر حېدراباد لوبډلې پنجاب ته ماتې ورکړه

د هندوستان غوره لیګ سیالیو کې د محمد نبي په شتون کې سنرایزر حېدر اباد لوبډلې کېنګز اېلېون پنجاب لوبډلې ته ماتې ورکړه او د مخکې تګ چانس یې نور هم زیات شو.

په دې لوبه کې حېدراباد لوبډلې پنجاب ته د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۱۳ منډو هدف ورکړ.

ډېوېډ وارنر ۸۱ او منېش پنډي ۳۶ تر نورو زیاتې منډې وکړې.

محمد شمي او اشوېن دوه دوه وېکټې واخېستې؛ خو مجیب الرحمن خپلو څلور اورونو کې زیاتې ۶۶ منډې ورکړې او ویکټ یې وانخېسته.

مقابل کې یې پنجاب لوبډلې هدف ته ځان ونه شو رسولای؛ ټولو اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۷ منډې وکړې او لوبه یې  د ۴۵ منډو په توپیر وبایلله.

کی اېل راهول ورته ۷۹ تر ټولو زیاتې منډې وکړې.

حېدراباد ته توپ اچونه کې راشد خان خپلو څلور اورونو کې د ۲۱ منډو په ورکولو سره درې ویکټې واخېستې.

خلېل احمد هم درې لوبغاړي وسوځول؛ خو محمد نبي درې اورنو کې د ۲۸ منډو په ورکولو سره ویکټ وانخېسته.

ډېوېډ وارنر د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

ټاکل شوې په دې سیالیو کې نن اووه بجې رویال چلېنجر بنګلور لوبډله له راجستان رایلز لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

نصرت الله عمرزی