ای پي اېل: ممبۍ انډینز د څلورم ځل لپاره د هند غوره لیګ سیالیو اتله شوه

د هندوستان غوره لیګ ۱۲م پړاو سیالۍ چې د مارچ میاشتې له ۲۳مې نېټې راهیسې د اتو لوبډلو ترمنځ پېل شوې تېره شپه د ممبۍ انډینز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دې سیالیو پای لوبه ته ممبۍ او چینای سوپر کېنګز لوبډلو لار موندلې وه، چې ممبۍ لوبډلې پکې چینای ته ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۵۰ منډو هدف ورکړ.

ممبۍ ته کیرون پولارډ ۴۱ او ډي کاک ۲۹ د پام وړ منډې وکړې.

چینای ته چهر درې، عمران طاهر او شاردول ټکور دوه دوه ویکټې واخېستې.

لوبه کې له په زړه پورې حالت وروسته چینای لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۸ منډې وکړې او لوبه یې د یو منډې په توپیر وبایلله او د تېر کال له اتلولۍ څخه یې دفاع ونه شوه کړای.

د هند غوره لیګ سیالۍ له ۲۰۰۷ کال راهېسې پېل شوي او هر کال یو ځل ترسره کېږي، چې تر ټولو زیات څلور ځله یې ممبۍ لوبډله اتله شوې ده.

درې ځلې چینای سوپر کېنګز، دوه ځلې کلکته نایټ رایډرس، یو ځل سنرایزر حېدر اباد، یو ځل رویالز چلېنجر بنګلور او یو ځلې د چارجرس په نوم لوبډلې د دې سیالیو اتلولي ګټلې ده.

د پای لوبې غوره لوبغاړی جسپریټ بومرا او د ټول سیریز غوره لوبغاړی ویسټ انډیزی انډري رسل وټاکل شو.

خبریال: نصرت الله عمرزی