ای پي اېل: ممبۍ لوبډلې حېدر آباد ته ماتې ورکړه

د هندوستان غوره لیګ سیالیو په ۱۹مه لوبه کې سنرایزر حېدر اباد لوبډلې له ممبۍ انډینز څخه ماتې وخوړه.

په دې لوبه کې ممبۍ لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۶ منډې وکړې.

کېرن پولارډ ۴۶ او قوینټن ډي کاک ۱۹ تر نورو زیاتې منډې پکې وکړې.

حېدر اباد ته سیدرت کاول دوه، راشد خان، محمد نبي، سندیپ شرما او بونیشور کومار یوه یوه ویکټ واخېسته.

مقابل کې یې د الزاري جاسیپ د ښې توپ اچونې له امله د حېدر اباد ټوله لوبډله ۱۸م اور کې په ۹۶ منډو وسوځېده او لوبه یې د ۴۰ منډو په توپیر وبایلله.

محمد نبي په ۱۱ او راشد خان په صفر اوټ شو.

جاسیپ ۳،۴ اورونو کې د ۱۲ منډو په ورکولو سره ۶ ویکټې واخېستې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د همدې سیالیو په ۱۸مه لوبه کې تېر ماښام چینای سوپر کېنګز لوبډلې کېنګز اېلېون پنجاب لوبډلې ته په ۲۲ منډو ماتې ورکړه او جدول لومړي مقام ته ورسېده.

ټاکل شوې په دې سیالیو کې نن ۷ بجې د راجستان رویالز او کلکته نایټ رایډرس لوبډلو ترمنځ لوبه پېل شي.

خبریال: نصرت الله عمرزی