ای پي اېل: نن یکشنبه چینای او ممبۍ پای لوبه ترسره کوي

د هندوستان غوره لیګ سیالۍ چې د اتو لوبډلو ترمنځ د مارچ میاشتې په ۲۳مه نېټه پېل شوې وې نن یې پای لوبه د حېدر آباد په راجیو ګندي لوبغالي کې ترسره کېږي.

د دې سیالیو پای لوبې ته دوه پیاوړو لوبډلو چینای سوپر کېنګز او ممبۍ انډینز لوبډلو لار موندلې ده.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه به ماښام مهال ۶ نیمې بجې پېل شي.

دواړه د سږ کال ای پي اېل سیالیو درې ځلې په ۱۵مه ۴۴مه او لومړۍ نیمه پای لوبه کې سره مخ شوي او درې واړه لوبې ممبۍ انډینز لوبډلې ګټلي دي.

په غټ توپیر ګټلي دي.

چینای او ممبۍ دواړو لوبډلو تر دې دمه درې درې ځله د هند غوره لیګ سیالیو اتلولي ګټلې ده.

تېر کال هم د دې سیالیو اتلولي چینای لوبډلې ګټلې وه، دا چې له خپلې اتلولۍ به دفاع وکړي که نه؟ نن شپه به معلومه شي.

خبریال: نصرت الله عمرزی