ای پي اېل: چینای سوپر کېنګز لوبډله هم پای لوبې ته ووته

د هندوستان غوره لیګ سیالیو په دویمه نیمه پای لوبه کې ډیلي کاپیټالس لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره چینای ته د ۱۴۸ منډو هدف ورکړ.

ډیلي ته ریشاب پنټ ۳۸ او کولېن مونرو ۲۷ تر نورو زیاتو منډې وکړې؛ خو چینای ته چهر، هربجن سینګ، جدیجا او براوو دوه دوه ویکټې واخېستې.

چینای سوپر کېنګز لوبډلې د ۴ لوبغاړو په تاوان ۱۹ اورونو کې یاد هدف ته ځان ورساوه او پای لوبې ته یې لار ومندله.

پاپ ډوپلیسیز او شاین واټسن ۵۰-۵۰ منډې وکړې.

ممبۍ انډینز لوبډلې په لومړۍ نیمه پای لوبه کې چینای ته په ماتې ورکولو د دې سیالیو پای لوبې ته لار موندلې وه.

د چینای او ممبۍ ترمنځ پای لوبه به سبا ماښام مهال ۶ نیمې بجې پېل شي.

دواړه لوبډلې په روانو سیالیو کې درې ځلې سره مخ شوي او درې واړه لوبې ممبۍ انډینز لوبډلې ګټلي دي.

چینای سوپر کېنګز او ممبۍ انډینز دواړو لوبډلو تر دې دمه درې درې ځلې د هند د غوره لیګ سیالیو اتلولي ګټلې ده

خبریال: نصرت الله عمرزی