ای پي اېل: کلکتې لوبډلې راجستان ته ماتې وکړه

د هندوستان غوره لیګ سیالیو په ۲۱مه لوبه کې کلکتې لوبډلې راجستان ته په ماتې ورکولو سره د جدول لومړي مقام ته ځان ورساوه.

په دې لوبه کې راجستان لوبډلې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۴۰ منډو هدف ورکړ.

توپ وهنه کې سټیون سمیټ ۷۳ او جاس بټلر ۳۷ تر نورو زیاتې منډې وکړې.

مقابل کې یې کلکتې لوبډلې ۱۴م اور کې د دوه لوبغاړو په توان سره ځان ورساوه؛ لوبه یې د ۸ ویکټو په شتون کې وګټله او جدول کې لومړۍ شوه.

کریس لاین ۵۰ او سونېل نارین ۴۷ منډې وکړې.

د همدې سیالیو په شلمه لوبه کې تېر ماښام د رویال چلېنجر بنګلور او ډیلي کاپټالس لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې ډیلي لوبډلې په درې ویکټو وګټله او بنګلور لوبډلې په یادو سیالیو کې پرلپسې شپږمه ماتې هم وخوړه.

ټاکل شوې په دې سیالیو نن ۷ بجې د راشد خان او محمد نبي اړوند سنرایزر حېدر اباد لوبډله د مجیب الرحمن اړوند کېنګز اېلیون پنجاب لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

خبریال: نصرت الله عمرزی