ای پي اېل: کلکتې لوبډلې پنجاب ته مهمه سیالۍ کې ماتې ورکړه

د هندوستان غوره لیګ سیالیو په ۵۲مه لوبه کې کېنګز اېلېون پنجاب لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره کلکته نایټ رایډرس لوبډلې ته د ۱۸۴ منډو هدف ورکړ.

توپ وهنه کې سیم کرن ۵۵ ناسوځېدلې او پورن ۴۸ منډې وکړې.

مقابل کې یې کلکتې لوبډلې د شبمن ګېل په ښې توپ وهنې سره ۱۸ اورونو کې یاد هدف ته د درې لوبغاړو په زیان سره ځان ورساوه او لوبه یې د اووه ویکټو په شتون کې وګټله.

شبمن ګېل ۶۵ ناسوځېدلې او کریس لین ۴۶ منډې وکړې.

په دې بریا سره د کلکتې لوبډلې د مخکې تګ چانس زیات شو، که خپله راتلونکې یوه لوبه په لوړ توپیر وګټي بل پړاو ته تلای شي.

په دې سیالیو کې نن ماښام اووه بجې د سنرایزر حېدر اباد او رویال چلېنجر بنګلور لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېږي.

حېدر اباد لوبډلې ته یې په لوړ توپر ګټله په دې مهم دي چې دویم پړاو ته لار پیدا کړي.

په دې سیالیو کې چینای سوپر کېنګز، ممبۍ انډینز او ډیلي کاپیټالس لوبډلو دویم پړاو ته لار موندلې ده.

نصرت الله عمرزی