ای پي اېل: کېنګز اېلېون پنجاب لوبډلې راجستان ته ماتې ورکړه

د هندوستان غوره لیګ سیالیو په ۳۲مه لوبه کې کېنګز اېلېون پنجاب لوبډلې راجستان رویالز لوبډلې ته د ۶ لوبغاړو په سوځېدو د ۱۸۳ منډو هدف ورکړ.

توپ وهنه کې کی اېل راهول ۵۲ او ډېوېد مېلر ۴۰ تر نورو زیاتې منډې وکړې؛ خو راجستان ته آرچر درې ویکټې واخېستې.

مقابل کې یې راجستان لوبډله هدف ته ځان ونه شو رسولای؛ ټولو اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۰ منډې وکړې او لوبه یې د ۱۲ منډو په توپير وبایلله.

توپ وهنه کې ټرې پاټي ۵۰ منډې وکړې؛ خو پنجاب ته ارشدیپ سنګ، اشوین او محمد شمي دوه دوه ویکټې واخستې او مجیب الرحمن درې اورونو کې د ۲۴ منډو په ورکولو سره په ویکټ اخېستو بریالی نه شو.

پنجاب لوبډلې له نهو څخه پنځه لوبې ګټلي او د جدول په څلورم مقام کې ده، خو راجستان له اتو څخه دوه ګټلي او ۶ یې بایللي د جدول په اووم مقام کې ځای لري.

ټاکل شوې په دې سیالیو کې نن اووه بجې سنرایزر حېدراباد لوبډله له چینای سوپرکېنګز لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

خبریال: نصرت الله عمرزی