د هندوستان غوره لیګ سیالیو کې تېره شپه د مجیب الرحمن اړوند د کېنګز اېلېون پنجاب او د راشد خان او محمد نبي اړوند سنرایزر حېدراباد لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه.
حېدر اباد لوبډلې په دې لوبه کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۵۱ منډو هدف ورکړ.
توپ وهنه کې ډېوېډ وارنر ۷۰ شنکر ۲۶؛ خو محمد نبي عېسی خېل په ۱۲ منډو رن اوټ شو.
مجیب الرحمن ۴ اورونو کې د ۳۴ منډو په ورکولو سره یوه ویکټ واخېسته.
مقابل کې یې پنجاب لوبډلې شلم اور کې د ۴ لوبغاړو په زیان سره هدف ته ځان ورساوه او لوبه یې د ۶ ویکټو په شتون کې وګټله.
راشد خان یوه ویکټ واخېسته؛ خو محمد نبي ۳،۵ اورونو کې د ۴۲ منډو په ورکولو سره په ویکټ اخېستو ونه توانېد.
پنجاب ته کی اېل راهول ۷۱ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
ټاکل شوې په دې سیالیو کې نن ۷ بجې چینای سوپر کېنګز لوبډله له کلکته نایټ رایډرس لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
خبریال: نصرت الله عمرزی