ای پې اېل: سنرایزر حېدر آباد له آر سي بي ماتې وخوړه؛ خو لاهم د بل پړاو ته د تګ چانس لري

د هندوستان غوره لیګ سیالیو ۵۴مه لوبه کې سنرایزر حېدر اباد لوبډلې رویال چلېنجر بنګلور لوبډلې ته د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۷۶ منډو هدف ورکړ.

توپ وهنه کې کین ویلمسن ۷۰ او ګپټل ۳۰ منډې وکړې؛ خو محمد نبي په ۴ او راشد خان په یوه منډه اوټ شو.

بنګلور لوبډلې یاد هدف د شېمرون هېتمر او ګورګېرات سېنګ په ښې توپ وهنې سره د ۶ لوبغاړو په زیان شلم اور کې پوره کړ.

هېتمر ۷۵ او ګورګېرات سېنګ ۶۵ منډې وکړې.

د همدې سیالیو په ۵۳مه لوبه کې ډیلي کاپیټالس راجستان ته په پنځه ویکټو ماتې ورکړه او له سیالیو یې بهر کړه.

په دې سیالیو کې که نن درې بجې چینای سوپر کېنګز لوبډله کېنګز اېلېون پنجاب لوبډلې ته او ماښام ممبۍ انډینز لوبډلې کلکته نایټ رایډرس لوبډلې ته ماتې ورکړه سنرایزر حېدر اباد لوبډله دویم پړاو ته وتلی شي.

لیکنه: نصرت الله عمرزی