که د هندي سېنما د ښايستوکې فلمي ستورې، اېشوريا رای د ښايست او هنر مينهوال ياست، نو زېری درته دا دی چې د دغې سېنما مشهور لارښود ليلا بهنسالي بيا زړه ياري تازه کوي او اېشواريا سېنما ته راولي.
بهنسالي هغه مهال د اېشواريا رای لاس ونيو چې د ہم دل دے چکے صنم فلم جوړولو ته يې مټې راونغښتې.
اېښواريا تر هغه له بهنسالي سره وه چې واده يې کاوه، خو چې د بل د کور مېرمن شوه، بهنسالي يې ځای دپيکا ته ورکړ او دپيکا اوس تر هالي ووډ پورې ځان رسولی دی.
اوس بيا بهنسالي پرېکړه کړې چې اېشواريا وهڅوي چې د ده په يوه نوي فلم کې کار وکړي او د سېنما پر پردو راشي.
ګورو به چې د بچن مېرمن به څنګه وځلېږي.
سرخط ورځپاڼه