بابيل خان د پلار (عرفان خان) کوم فلم ١٣ ځلې کتلى؟

د روان کال د اپريل په ٢٩مه نېټه له دې نړۍ څخه تلونکي اداکار عرفان خان زوي بابيل خان په ټولنيزو رسنيو کې د هغه مينه والو ته ويلي دي، چې د هغه کوم فلم يې ١٣ ځلې کتلى دى.

 

بابيل خان چې وخت نا وخت د خپل پلار په اړه په ټولنيزو رسنيو کې پوسټونه کوي، په انسټاګرام کې ځينې عکسونه خپاره کړي دي، چې داسې ښکاري هغه چېرته روان دى.

د بابيل خان په دې پوسټ د عرفان خان مينه والو کمنټونه کړي دي او ورته يې ليکلي دي، چې د (دي لنچ باکس) د هغوى د خوښې فلم دي، يو مينه وال خو يې بيا ليکلي دي، چې د عرفان خان په مينه يې دا فلم ١٤ ځلې کتلى دى.

د بالي ووډ مشهور فلم (دي لنچ باکس) په ٢٠١٣ کال کې نندارې ته وړاندې شوى دى، په دې فلم کې عرفان خان د يوه پاخه سړي ساجن فرنانډس کردار لوبولى دى، چې دولتي مامور وي.

له دې مخکې بابيل خان په انسټاګرام کې د خپل پلار سره د کوچنيوالي يو عکس هم خپور کړى و او د خپل پلار په تړاو يې يو جذباتي پېغام خپور کړى و.

 

بابيل خان ليکلي و، چې هغه تېره شپه ١٤ ساعته ويده او هغه نه غوښتل چې له خوبه راويښ شي، ځکه چې هغه په خوب کې خپل پلار ليدلو.

هغه همدا راز په خپل دې پېغام کې ليکلي و، چې هغه له خوبه راويښېدل نه غواړي، ځکه هره ورځ چې له خوبه راويښ شي، نو دا احساس ورته وشي چې پلار يې نشته.

بابيل خان د عرفان خان مينه والو ته د دې خوب په اړه وايي، چې په خوب کې وروته پلار هېڅ ونه ويل، بلکې يوازې يې ورته کتل او مسکى و.

د يادولو وړ ده چې د بالي ووډ دا مخکښ او باصلاحيت هنرمند عرفان خان سږکال د اپريل په ٢٩مه نېټۀ د ٥٣ کلونو په عمر د سرطان ناروغۍ له امله مړ شوى و.

کاپي هنرستان…