بارسلونا لوبډله لالیګ لیګ کې تر دې دمه مخکښه روانه ده

د هسپانیه د لالیګا مشهور فوټبال لیګ کې تر دې دمه بارسلونا لوبډله تر ټولو مخکښه ده.

بارسلونا لوبډلې لس لوبې کړي، چې ۶ یې ګټلي یوه یې بایللې او درې لوبې یې مساوي پای ته رسېدلي دي.

په دې لیګ کې ټولې شل لوبډلې یو د بل پر وړاندې لوبیږي او هرې لوبډلې تر دې دمه لس لس لوبې کړي دي.

د دې سیالیو دویم مقام کې الاویس لوبډله ده، چې له لسو لوبو يې شپږ ګټلي دوه یې بایللي او دوه یې په مساوي توګه پای ته رسېدلې دي.

په دریم مقام کې سیویا او په څلورم مقام کې اتلتیکو مادرید لوبډله شتون لري.

لالیګا لیګ کې نن شپه څلور لوبې تر سره کیږي، چې لیګانیس به اتلتیکو مادرید سره، ریال مادرید به له ریال وایډولیډ سره، ویلینسیا به له جیرونا سره او بارسلونا به له رایو ویلکانو سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

لیکوال : نصرت الله عمرزی