بالیووډ د احمدشاه بابا او مرهټیانو پر درېم جنګ فلم جوړوي

د هند سینما بالیووډ د افغان امپراتور احمد شاه بابا د پاني پت پر غزا فلم جوړوي.

د دې فلم جوړوونکي اشوتوش ګواریکر د پاني پټ فلم لومړنی پوستر، چې لا بشپړ نه دی، د مارچ په څوارلسمه خپور کړ.

په دې فلم کې د لومړي ځل لپاره درې مهم سینمايي لوبغاړي سنجې دت، ارجون کپور او کریتي سانون

یوځای کار کوي.

د فلم نوم (پاني پت) اېښودل شوی او په ۱۹۶۱ م کال د افغانانو او مرهټیانو ترمنځ د درېمې جګړې د داستان پر اساس جوړ شوی دی.

په دې جګړه کې افغانان مرهټیانو ته ماتې ورکوي.

ټاکل شوې ده چې دا فلم د روان ۲۰۱۸ په نیمايي کې سینماګانو ته راووځي.

په دې فلم کې سنجې دت د احمدشاه بابا رول لوبوي او ارجون کپور د مرهټیانو د پوځ د مشر (ساداشیوراو بهو) او کرتي سانون د هغه د دوهمې مېرمنې رول لوبوي.

تر دې پخوا په هند کې د احمدشاه بابا په اړه یو سریال جوړ شوی و چې احمدشاه باب یې په منفي نقش کې انځور کړی و.

څرګنده نه ده چې په پانې پت فلم کې احمدشاه بابا څه ډول انځور شوی دی.

احمد شاه بابا په ځلونو د هند مرهټیان ځپلي او پر ځای یې مسلمانان واک ته رسولي څو په دې توګه د هند له لوري افغانستان ته تهدید له منځه یوسي.