د هندي سینما نوموتي ستوري معمولا په خپلو وادونو خورا ډير مصرف کوي، چې ان خبره تر سل میلونو اوړي.
په هندي سینما کې وروستی مشهور واده د انوشکا شرما و، چې شپږ میاشتې مخکې تیر شو.
د انوشکا د واده جوړه، چې ګلابي رنګ لري، په ۳ میلونه هندي روپیو جوړه شوې وه. سوداګر وايي، چې په دومره پیسو، سړی ټوله دنیا لیدلې شي.
دا ۳ میلونه پیسې یواځې د هغې د واده د جوړې قیمت دی؛ او د واده نور مصارف په لسګونو میلونونو دي.
دا لومړی ځل نه دی، چې انوشکا د خپل واده جوړه په ۳۰ لکه هندي روپۍ جوړوي. تر دې مخکې ایشورای رای بچن د امیتاب بچن د زوې ابیشک بچن سره واده وکړ، چې د ځان لپاره يې د واده جوړه پخ ۷ میلونه هندي کالدارو جوړه کړې وه.
ایشورای چې د واده په ورځ يې د هند کلتوري جامې (ساړي) په تن وه، د سرو زرو په تار اوبدل شوې وه. د اشوای رای د واده جوړه تر ټولو لوړ بیې ده.
د شیلفا شیټي او کرینه کپور د واده جوړې هر یوه يې په ۵ میلونه هندي روپيو جوړه شوې وه.
کرینه کپور د وتلي سینمايي ستوري سیف علي خان میرمن ده، چې اوس یو ځوی (تیمور) هم لري.
شاهین