باميانو کې دترافيکي پيښې له امله ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

‏د بامیانو ولایت ځايي مسؤلین وايي، چې نن سهار شاوخوا نهه نیمې بجې د بند امیرـ بامیانو پر لاره یو رونیکس ډوله موټر له سړک څخه واوښت، چې په پایله کې یې څلور کسان مړه او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.