بامیان:د نجونو د سکای لوبې پيل شوې.

په بامیان کې د نجونو ترمنځ د سکای لوبو پینځم پړاو پرون پیل شو.

د بامیان د توریزم ټولنې مشر محمد رضا ابراهیم وایي دغه سیالۍ په لدوي شهیدان تپه کې د یوه کیلومترپه واټن پيل شوي، چې پينځلس نجونې لوبه پکې کوي.

سکای لوبه له څلورو کلونو راهیسې په بامیان کې پيل شوې، چې هلکان او نجونې په منظم ډول پکې لوبیږي.

د رضا ابراهیم په وینا د بامیان لوبغاړي له اوسنیو سیالیو سره غواړي په سویلي کوریا کې د ۲۰۱۸ کال د سکای نړیوالوسیالیو ته تیاری ونیسي.