بانک او بانکداري وپېژنئ!

عبدالرحمن عابد
ماخذونه: درسي نصاب، اقتصاد کتاب، بانک او بانکداري رساله

بانک یوه پخوانۍ کلمه ده چې د الماني ژبې د (Bank) له اصطلاح څخه اخیستل شوې ده او د یو ډول شرکت معنا ورکوي؛ خو ځینې پوهان وايي چې بانک د ايټالوي ژبې له Banco څخه اخيستل شوې ده، چې د څوکۍ معنا ورکوي. Banco هغه کوچنۍ څوکۍ وه چې پخواني صرافان به په هغې باندې کېناستل او د صرافي کارونه به يې پر مخ وړل.

د هغه وخت د صرافي موسسې يا بانکونو په هماغه پخواني نوم او لارو چارو باندې ورو ورو پرمختګ وکړ، ښه والی يې وموند او د نن ورځې د ټولو اعتباري او پولي معاملاتو او فعاليتونو مرکز وګرځېد.

بانک بېلابېل تعريفونه لري. د افغانستان د بانکي چارو قانون بانک داسې تعريف کړی دی:

بانک هغه اداره يا حقوقي شخصيت دی، چې له عامو خلکو او دولتي ارګانونو څخه پیسې اخلي ساتي، په دوران کې يې اچوي. او همدارنګه بېرته پورونه ورکوي. داسې هم ويلای شو چې بانک هغه اقتصادي واحد دی، چې په پرله پسې توګه اعتبار ترلاسه کوي او بېرته يې هم ورکوي. همدارنګه د هېوادونو بانکي او سوداګريز قوانين د بانکونو ځينو فعاليتونو ته اجازه ورکوي، خو ځينې نور غيرمجاز بولي، يعنې د حکومتونو له لوري د بانکونو ځينو فعاليتونو ته پولې ټاکل شوې دي، نو ويلای شو چې:

بانک هغه مؤسسه ده چې د يوه سهامي شرکت په توګه رامنځته او د هر هېواد د بانکي او سوداګريز قانون له مخې خپلې
چارې پرمخ بيايي.

په پای کې ويلای شو چې هغه مؤسسه بانک بلل کيږي، چې پولي، اعتباري او مالي چارې پرمخ بيايي.

په افغانستان کې بانکي چارې نظر نورو هېوادونو ته ډېرې نوې دي، د بېلګې په توګه: له ۱۳۰۹ ل کال څخه مخکې د بانکونو ټولې چارې صرافانو پر مخ بېولې. د لومړي ځل لپاره په ۱۳۰۹ ل کال کې (د افغانستان سهامي شرکت) د يوه سهامي شرکت په توګه جوړ شو، چې په ۱۳۱۲ ل کال کې د اته ميليونو افغانيو په لومړنۍ پانګه د هغه وخت د اړتيا له مخې د (ملي بانک) په نوم د يوه بانک په بڼه واوښت او د افغانستان بانک له جوړېدو مخکې يې د مرکزي بانک دندې ترسره کولې.

وروسته بيا په ۱۳۱۸ ل کال کې د هغه وخت د اړتيا سره سم (د افغانستان بانک) د ۱۲۰ ميليونو افغانيو په لومړنۍ پانګې سره جوړ شو. ورپسې بيا يو شمېر نور سوداګريز او دولتي تخصصي بانکونه يو په بل پسې جوړ شول، لکه: رهني او تعميراتي بانک، کرنيز بانک، پښتني تجارتي بانک د صنعتي پراختيا بانک، صادراتي بانک او نور… .

نوموړيو بانکونو هر يوه په خپل وار د امنيت په شرايطو کې د پام وړ چارې پرمخ بېولې او د سوداګري، صنعت، کرنې او د صادراتو د پراختيا په برخ کې يې لوی خدمتونه کړي او د هغو جوړېدل په هماغه وخت کې پرته له شکه د اقتصادي پرمختيا او سوکالي په لور د تګ په برخه کې ډېر اغېزمن کار و؛ خو د کورنيو جګړو په ترڅ کې چې د دې هېواد ټوله شتمني او بېخبنا له منځه ولاړه، همداسې هم دغه بانکونه د سقوط حالت ته نږدې شول؛ خو په دې وروستيو کې د هېواد په بانکي چارو کې يو شمېر د پام وړ پرمختياوې تر سترګو کيږي.

د بانکونو چارې له يو وبل سره توپير لري او د هغوی د دندو له مخې سره وېشل کيږي، د بېلګې په توګه:

ــ (د افغانستان بانک) لکه د نورو هېوادونو په شان د هېواد مرکزي بانک دی، چې ټاکلې دندې، لکه: د پيسو خپرول، د اسعارو کنټرول، د نورو بانکونو څارنه، د اسعارو په وړاندې د ملي پیسو د بيې د ثبات ساتل او د مطلوب هدف خواته د اقتصاد رهنمايي په غاړه لري.

ــ سوداګريز بانکونه په ډېرو هېوادونو کې ځانګړي فعاليتونه لري، چې په دې لړ کې په افغانستان کې هم د لنډې مودې عمليات او د معيادي امانتونو دنده ترسره کوي.

ــ خصوصي بانکونه چې اوس يې زمونږ په هېواد کې يو شمېر لغوه شوي يا فعاليت نه لري، عادي چارې پرمخ نه بيايي، بلکې په بشپړ ډول په تخصصي ډګرونو لکه: صنعت، کرنه او نورو کې په کار بوخت وو. په دې وروستيو کې په افغانستان کې د خصوصي بانکونو د بانکي چارو نوی قانون نافذ شوی دی او يو شمېر نادولتي بانکونه يا خصوصي بانکونه جوړ شو،ي دي، چې معمولاً د سوداګرۍ په برخه کې فعاليت کوي. په افغانستان کې د خصوصي بانکونو مهم فعاليتونه دا دي:

ــ د اماناتو منل

ــ د جاري حسابونو پرانيستل

ــ د کريديټ يا پورونو ورکړه

ــ پولي انتقالات

ــ د قيمتي اجناسو او ګاڼو ساتل

ــ د اسعاري معاملو ترسره کول

ــ دولت ته د بانکي خدمتونو ترسره کول