دافغانستان د المپیک د ملي کمېټې مسؤلینو ویلي چې باور هوتک د المپیک د ملي کمېټې د سرپرست او احسان نیرو د دغې کمېټې د سکرتر جنرال په توګه ګومارل شوي دي.
د المپیک د ملي کمېټې مطبوعاتي مسؤل منور شهزاد هندوکش خبري څانګې ته وویل، چې دغه دواړه شخصیتونه به د المپیک ملي کمېټې د انتخاباتو تر ترسره کېدو خپلو دندو ته دوام ورکړي ترڅوپه یاده اداره دپام کار وشي.
د نوموړي په وینا، دغه پرېکړه د المپیک کمېټې د بورډ له لوري ترسره شوې چې دې غونډه کې د تربیت بدني رئیس هم پهکې حاضر شوي وو.
د شهزاد په وینا، دوی به ډیر ژرپه خپله دنده پیل وکړي ،خونور دنوموړو په اړه جزئیات نه دی ورکړل شوي چې دهغوی تعرفات په کې شوې وای.