باچا خاني په کار ده/ ممتاز اورکزی

د کرن خان غږ په داسې وخت کښې راپورته شو، چې دنيا په وينو او وحشت کښي راګيره ده. چار چاپيره نظر واچوئ؛ مفاد پرستو، انسان په اور کښي ودرولی دی. ژوند يو دروند بار دی او د ژوندیو اوږې ماتوي. انساني مينه، وقار او حرمت په خاورو لړل شوی دی. دا د ټولې نړۍ حال دی او بيا په تيره د پښتون وطن حال خو داسې دی چې حال د وييلو نه دی.

باچاخاني څه ده؟؟ له جنګه کرکه. د امن سره مينه. د هر جابر او غاصب نه کرکه او عدل او عادل سره مينه. ژونديو ته د ژوند پوره پوره حق ورکول. په دې زمکه يو خوشحاله او سوکاله ژوند ته لاره هوارول. په خپله خاوره هر چا ته خپل اختيار ورکول.

د دنيا ټول سماوي کتابونه، ټول مذاهب هم ددې عظيم مقصد لپاره راغلي دي، چې په زمکه د انسان ژوند او حرمت قايم وساتل شي.

باچاخاني د ټولو مذاهبو او سماوي کتابونه شريکه فلسفه ده.

الله ج دې اوکړي چې د کرن خان غږ لکه د ملالې ميوندۍ د غږ مونږ د ننګ او باچاخانۍ ميدان ته راولي.

زما يو تجويز دی او هغه دا چې مونږ پښتانه په کابل، کويټه، کندهار، پيښور او د دنيا په نورو هيوادونو کښې يو مقرر وخت اوټاکو او هم په هغه وخت پينځه دقيقې هم دا شعار پورته کړو، چې باچاخاني په کار ده.

باچا خاني په کار ده .باچاخاني په کار ده، ځکه چې باچاخاني نن د ټولې نړۍ ضرورت دی.مونږ په ټوله نړۍ کښې باچا خاني يعني (امن) غواړو!