د بحریــن چارواکــي وايــي، هغــه څلــور امریکايــي خبریالان يــې نیولي چــې پــه هېــواد کــې یــې د ناقانونــه فعالیتونو پــه لاریونونو کــې پــه ناقانونــه ډول برخــه لرلــه.
په نیول شویو کې یوه مېرمن هم شامله ده.
د بحریـن د کورنیـو چـارو وزارت پـه یـوه خبرپاڼه کـې ویلـي، دغـه څلـور واړه امریکایـان د پلازمېنې منامـې پـه سویلي شـیعه مېشـتې سـره سـیمه کـې چـې د حکومـت ضـد لاریونونه پکـې ډېـر وو، نیـول شـوي دي.
خبرپاڼه وايـي، دغـه امریکایـان د فـبروري پـر ۱۱او ۱۲ نېټـو بحریـن تـه ننوتي دي.
د بحریــن د پلازمېنې د پولیســو مشــر ویــلي، څلـور امریکایـان يـې چـې پـه ښـکاره د سـیاحت پـه موخـه ورغلـي وو، خـو لـه کـوم مجـوز پرتـه یــې خـبـري فعالیتونــه کــول، نیولي دي.
د دريـو نیـول شـویو امریکایانـو نومونـه نـه دي په ډاګـه شـوي، خـو امریکايـي چارواکـو ویـلي، دوی پــه بحریــن کــې د څلــورو امریکایانــو پــه نیــول کېـدو خـبر دي.
بحریـن بهرنیـو خبریالانو تـه د رسـمي کار لپـاره د ځانګـړې وېـزې تـر لاسه کولـو شرط ايښـی دی چـې دا کار څـو ورځـې وخـت اخـلي.