د بدخشان امنیتي چارواکې وایي، د دې ولایت په خاش ولسوالۍ کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۱ تنه محلې پولیس د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوي دي.
د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند ثناءالله روحاني رسنیو ته ویلي، چې د مزاري په نوم د محلي پولیسو قومندان تیره شپه له خپلو ۱۰ تنو پولیسو سره د وسله والو طالبانو تر برید لاندې پولېسو مرستې ته روان وو، چې د سړک غاړې ماین پرې چاودنه کړې او په ترڅ کې یې یاد قومندان له خپلو ټولو ملګرو سره یوځای وژل شوی دی.
د هغه په وینا، چې همدا راز د برېد پر مهال خاش ولسوالۍ ته د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال هم له خپلو دوو وسله والو سره یوځای وژل شوی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه د یادو پېښو په اړه څه نه دي ویلي