یکشنبه , 28 اپریل 2024

بد ملګري

لیکنه: حامد افغان

قرانکریم وایي: وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُم بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ ۖ. الكهف 28. له هغه چا سره ځان ته صبر ورکړه چې سهار او ماښام خپل څښتن یادوي او د هغه رضا غواړي.

د همدې ایت په پای کې وایي: وَلَا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَن ذِكْرِنَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ. یعني د هغه چا پیروي مه کوه چې موږ د هغه زړه زموږ له ذکر نه غافل کړی دی او هغه د خپل نفس پیروي پیل کړې ده.

په لومړۍ خبره کې له نېکانو او صالح خلکو سره د اوسیدلو امر شوی دی، په دویمه کې د هوا او نفس پرست انسان د مخالفت امر شوی دی، په قراني اسلوب کې نېکان خلک جمعه یاد شوي دي (الذین یدعون ربهم) او نفس پرست او بېلاري کس مفرد یاد شوی دی (من اغفلنا قلبه)، مطلب دا دی چې د یوه بېلاري کس پیروي مو هم د نېکانو او صالح خلکو له ډلي راایستلی شي، بناءً له بدو خلکو سره اړیکي مه نیسئ او له ملګرتیا یې لیري ګرځئ.

د بدوملګرو په بده لاره تللی بدمرغه انسان به د اخرت په ورځ په تاسف سره وایي: يَالَيْتَنِي اتَّخَذْتُ مَعَ الرَّسُولِ سَبِيلا.(الفرقان:27). یعني کاش د پیغمبر لاره مې نیولې وی. بدملګري دي چې ظالمان ظلم ته تیاروي او هڅوي، ځکه خو به د اخرت په ورځ پخپلو لاسونو خولې لګوي او وایي به: افسوز زما په حال، کاش فلانی مې نه وی ملګری کړی. يَا وَيْلَتَى لَيْتَنِي لَمْ أَتَّخِذْ فُلَاناً خَلِيلاً. الفرقان.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: سړی د خپل ملګري په لاره روان وي، نو تاسو هر یو وګورئ چې له چا سره مو ملګرتیا ده. عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا , قَالَتْ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” الْمَرْءُ عَلَى دِينِ خَلِيلِهِ فَلْيَنْظُرْ أَحَدُكُمْ مَنْ يُخَالِلْ ” . رَوَاهُ أَبُو دَاوُدَ.

طبعاً له هر انسان نه ګناه او غلطي کیږي، خو په دې حالت کې به ښه ملګری د توبې او مغفرت وصیت درته کوي او بدملګری به دي نورو ګناهونو ته هڅوي. ” بدملګری ” د توبې په لاره کې لوی خنډ دی. د علي ابن ابي طالب رضي الله عنه پلار او د رسول الله تره ابوطالب د مرګ په بستر پروت و، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: ای تره! لا اله الا الله، ووایه چې د اخرت په ورځ یې ستا د نجات دلیل وګرځوم، خو د ابوطالب بدوملګرو (امیه او ابوجهل) ورته کړه: د خپل پلار عبد المطلب لاره مه پریږده، ابوطالب اسلام ونه مانه او د خپل پلار په دین ومړ. د بدملګري اغیز دومره زیات وي چې ابو طالب د خپل پیغمبر وراره خبره ونه منله خو د خپلو بدو ملګرو خبره یې ومنله! .

بدملګری به بدکارونه او بداخلاقي درته ستایي او په ښوکارونو او ښو اخلاقو پوري ملنډي او پوزخند کوي. بدملګری د منفي افکارو ګوډی او ځاله وي. عرب شاعر له بد ملګري سر ټکوي او راپیژني یې:

رفيق السوء ..

عن ذكر ربي أبعدني ..

وللفحشاء كان يجرني ..

بد ملګري..

د الله له ذکــر او یــاد نه لیري کولم

بدو او سپکو کارونو ته یې ورکشولم..

رفيق السوء ..

برفقته دمرني ..

صار داعيا للشر وكان به يغني ..

بدملګري..

د ده په ملګرتیا هلاک شوم

دی شر ته بلونکی او د شر سندري یې ویلې..

رفيق السوء ..

عن دروب الخير أظلني ..

ونفسي إنجرت خلفه فرحة حسبي أنه ينقذني ..

بدملګري..

د خیر او ښو له لاري یې راوګرځولم

خوشاله به ورپسې روان وم ماول وبه مې ژغوري..

د بدو ملګرو خطر ځکه زیات دی چې د ژوند په هر ډګر کې بدملګري پریمانه دي، د ولسمشرانو د خصوصي مشاورینو له ډلې نیولې آن د فېسبوک تر پنځه زریزه قافلې پوري. نو راځئ خلک یې له شره خبر کړو.