برازیل کې پولیسو سره د نښتې پر مهال ۲۵ قاچاق وړونکي وژل شوي

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، تېره ورځ د برازيل پلازمېنه ريو ډي جينېرو کې د ډزو له امله د يوه پوليس په ګډون ۲۵ تنه وژل شوي دي.

د یادو رسنيو په وينا پېښه د پولیسو د عملياتو پر مهال رامنځته شوې چې د نشه یي توکو د قاچاقبرانو د يوې ډلې د نيولو په موخه يې کوله رامنځ ته شوې ده.