برتانوي واکسین په زړو خلکو کې اغېزناک تمام شوی دی

د برېتانیا اکسفورډ پوهنتون لخوا د کرونا پر وړاندې جوړ شوی واکسین له پنځوسو کلونو څخه د پورته عمر لرونکو خلکو لپاره اغېزناک بلل شوی دی. د واکسین جوړوونکي وایي چې د دغه واکسین ازمویلو په لوړ عمر لرونکو خلکو کې د دفاع سیستم ځواکمن کړی او حفاظتي غبرګون یې ښودلی دی.

د لندن د اکسفورډ پوهنتون څېړونکو ویلي، چې د دوی لخوا جوړ شوی د کرونا ضد واکسین په زیات عمر لرونکو خلکو کې اغېزناک تمام شوی دی. دغه واکسین په خلکو ازمویل شوی او زړو خلکو کې یې مثبت غبرګون ښودلی دی. په ۶۰ کلنو او ۷۰ کلنو کسانو د وجود دفاعي سیستم پیاوړی کوي او حفاظتي غبرګون یې ښودلی دی. د کورونا پر وړاندې د نوي واکسین جوړوونکي ډله وایي لومړنیو ازمېښتونو یې په د پاخه عمر لرونکو خلکو وجود کې ښه پایله لرلې ده او د کورونا پر وړاندې یې د دغو خلکو هیلې را ژوندۍ کړي دي. دغه واکسین لومړي سر کې په ۵۶۰ دواطلبانو امتحان شوی دی. د اکسفورډ پوهنتون لخوا جوړ شوی واکسین باید له درېیوو نورو مهمو پړاوونو هم تېرشي، چې دغه ازمېښت به یې راتلونکو اوونیو کې ترسره شي. اکسفورډ پوهنتون له اسټرا زېنکا درمل جوړونکي شرکت سره په ګډه پر دغه واکسین کار کوي او وايي مخ پر ودې هېوادونو ته به د دغه واکسین سلګونه میلیونه دوزه ورکړي. دغه اعلان د افغانستان او نورو مخ پر وده هېوادونو لپاره ښه زېری دی. له دې وړاندې د جرمني او امریکا دوو شرکتونو فایزر او بایو اېن ټېک ویلي وو، داسې واکسین جوړ کړی، چې د کرونا ویروس پر وړاندې ۹۰ سلنه اغېزناک دی. بل پلو د تېرې اوونۍ په اوږدو کې د امریکا موډرنا شرکت هم ویلي وو، چې د دوی لخوا نوی جوړ شوی کورونا ضد واکسین ۹۵ سلنه موثر دی. د معلوماتو له مخې بریتانیا وار له مخه اسټرا زېنکا شرکت ته د اکسفورډ واکسین د ۱۰۰ میلیونه دوزه، فایزر/بایونټک ته د ۴۰ میلیونه دوزه او موډرنا ته د ۵ میلیونه دوزه سپارښتنه ورکړې ده.