برتانیې د پاکستان نوم د سفري بندیز سور نوملړ ته اچولی

پاکستان کې ورځ تر بلې د کرونا وایرس پېښې زیاتېږي برتانیې د پاکستان نوم د سفري بندیزونو په سور نوملړ کې  داخل کړی دی.

پاکستان دبرتانیې په دې ګام پوښتنه راولاړه کړې ده چې دسور نوملړ دپاره د هېوادونو انتخاب برتانیې دساینس په اساس کړی نه د کومې بهرنۍ  پالیسۍ په اساس؟

پاکستان کې د برتانیې هائي‌ کمشنر کرسچن ټرند هم پخلی کړی چې برتانیې په نړیواله کچه دخور شوي وایرس له امله د پاکستان نوم د سفري بندیزونو سور نوملړ ته اچولی دی.