د بلجیم په پلازمېنې بروکسل کې نن د افغان سولې په اړه یو دوه ورځينی کنفرانس پیلېږي.
د افغان سولې عالي شورا په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې دا کنفرانس د اروپا د سولې د انسټیټیوټ له خوا جوړ شوی او د سولې عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي په کې د ګډون لپاره بروکسل ته رسېدلی دی.
د سولې د عالي شورا ویاند غفور احمد جاوید رسنیو ته وویل، چې خلیلي به نن دې کنفرانس ته د سولې په اړه خبري وکړي.