بريالي خلک تر ويده کېدو د مخه کوم کارونه کوي؟

لاندې موږ تاسو ته (۷) هغه عادات درښايو، که تاسو يې عملي کړئ، نو نه يوازې دا چې بدني او ذهني روغتيا به مو ښه شي، بلکې تر يو ښه خوب وروسته به د کاميابۍ پر لور هم لاړ شئ.

تر ويده کېدو مخکې مطالعه کول:

ويل کېږي چې مطالعه ډېره اړينه ده او تر ويده کېدو مخکې د خپلې خوښې کتاب لوستل ډېره ګټور ثابتېدلی شي، ويل کېږي د امريکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما او بل ګيټس تر وېده کېدو مخکې هرو مرو نيم ساعت مطالعه کوي.

مايکل کرک وايي، د شپې مطالعه کول د انسان تخليقي وړتيا پياوړې کوي، دا مهمه نه ده چې مطالعه دې د خپل مسلک په برخه کې وشي، بلکې هر زړه راښکوونکی کتاب لوستلی شئ.

تر ويده کېدو مخکې کارونه پرېښودل:

بريالي خلک خپل کارونه تر ويده کېدو نيم ساعت مخکې پرېږدي، تر څو ارامه خوب ولري.

لامل يې دا دی چې که چېرې د ويده کېدو تر وخته انسان پر کار بوخت وي، نو بيا يې ټوله شپه د همغه کار په اړه په مغز او فکر کې خيالونه ګرځي راګرځي چې له امله يې د انسان خوب ناارامېږي.

له ټولنيزو رسنيو لرېوالی:

د يو ښه او ارامه خوب درلودلو لپاره موږ بايد د دفتري کار ترڅنګ له ټولنيزو رسنيو هم لاس واخلو.

د يوې څېړنې له مخې د موبايل رڼا ستاسو ذهن ته د لمر د سترګې په څېر رڼا ورکوي، چې له امله يې په خوب راتللو کې خنډ پيدا کېږي. د يو بريالي ژوند لپاره اړينه ده چې موږ د ويده کېدو پر وخت د نورو کارونو تر څنګ له سوشل ميډيا څخه هم لاس واخلو.

د راتلونکې ورځې د کارونو لړليک:

ځينې کامياب خلک تر ويده کېدو مخکې د سبا ورځې د کارونو لړليک جوړوي، چې د دې کار له امله د انسان ذهن ارام مومي او ښه خوب کولای شي.همدا شان دوی ته د دې خبرې پته لګېږي چې سبا ورځ يې کوم کارونه ډېر اړين دي، کوم بايد مخکې وکړي او کوم وروسته؟

تر ويده کېدو مخکې د کورنۍ له غړو سره وخت تېرول:

د يوې څېړنې له مخې تر ويده کېدو مخکې له خپلې مېرمنې سره يو څو ښې شېبې تېرول انسان سره د ارامه خوب په کولو کې مرسته کوي. بوخت خلک د ورځې دومره وخت نه لري چې د کورنۍ له غړو سره خبرې اترې وکړي، نو که د شپې د کورنۍ له غړو سره د زړه خواله وکړي، يو څو خوږې شېبې ورسره تېرې کړي، نه يوازې دا چې ارامه خوب به ولري، بلکې د نوې ورځې پيل به يې هم زړه راښکوونکی وي.

تر ويده کېدو مخکې تفريح کول:

د نړۍ ځينې مشهور او بريالي خلک تر ويده کېدو مخکې يا ورزش کوي او يا تفريح ته وخت ورکوي، د يوې څېړنې له مخې تر ويده کېدو مخکې تفريح يا سيل کول بدني روغتيا پياوړې کوي او تر څنګ يې په ورځنۍ ستړيا کې هم کمښت راځي.

د ورځې پر ترسره کړيو ښو کارونو نظر اچول:

بريالي خلک تر ويده کېدو مخکې د ورځنيو کارونو په اړه فکر کوي، دوی په هغو کارونو ډېر نظر اچوي چې دوی ته ښه برېښي، د دې له امله يې زړه ته ارام رسېږي، همدا شان بل ورځ د همغه کار کولو هڅه کوي او ذهن يې له ناوړه فکرونو ژغورل کېږي.

د دې کار يوه ګټه دا هم ده چې ستاسو فکر تل مثبت وي او خپل ژوند په يو بهترين ډول پر مخ وړئ.