برېښنا او تندر د څه شي له امله رامنځته کېږي؟

برېښنا په ورېځو کې د اوبو د زرو د ټکر یا تصادم په صورت کې رامنځته کېږي، چې د یو بل سره یې کوي.

په دې صورت کې د ځمکې په مخ یا د ورېځو په یوه بله برخه کې برقي چارجونه جوړېږي.

کله چې د ځمکې په خوا یا بلې ورېځې ته حرکت کوي د برېښنا سبب ګرځي.

دغه برېښنا بې سارې توده وي، چې د حرارت درجه یې لس زره د سانټي ګریډ درجې ته رسېږي.

دغه برېښنا له ځان سره د هوا چټکه غږېدنه او یا چاودېدونکی اوږد  غږ رامنځته کوي، چې دغه غږ تندر نومېږي.

که چېرته د تندر دغه غږ ته ځېر شئ؛ نو دغه غږ زورورې چاودنې ته ورته وي، چې ډاروونکی اواز لري.

په ځینو وختونو کې تندر د انعکاس له امله دغره یا ودانۍ سره د ټکر له امله، چې کله لوېږي یو غږ کوي، چې تاسې به کله ناکله د دغه غږ په اورېدو سره د ډار احساس هم کوئ؛ ځکه دغه غږ داسې وي لکه یوه غټه چاودنه چې رامنځته شي.