بشپړ دوست او نیمګړی دوست؛ د عبرت کیسه!

ژباړه: حمد الله دانشمند

یو امیر په نا اشنا جامه کې په ښار کې ګرځېده، ناڅاپه په یوه تجار ور برابر شو په داسې حال کې چې هغه له زوی سره په يوه ځانګړي مجلس بوخت دی. د یاد واکمن توجه د پلار او زوی مجلس، ځان ته واړوله، لږ ور ته تم شو.

پلار، زوی ته کړه: بچیه! څو دوستان لرې؟

زوی ور غبرګه کړه: څلوېښت (۴۰) دوستان لرم.

پلار یې حیران شو، ور ته یې کړه: زه پنځوس (۵۰) کلنۍ ته رسم؛ خو یواځې یو نیم دوست لرم؟

امیر د تجار خبري هک پک حیران کړ، تل به په همدې خبر کې فکرمن و، وې غوښتل، چې د یو نیم دوست په مانا ځان پوی کړي؛ ځکه نو د تجار د ودانۍ په لور وخوځېد، تجار یې را و غوښت، ور ته یې ویل: ما ستا او ستا د زوی ترمنځ مجلس واورېد، د پام وړ ټکی پکې دا و، چې تا و زوی ته کړه: “زما یو نیم ملګری او دوست شته او بس”. غواړم د دې خبرې په راز پوی شم.

تجار ور ته ویل: زه ستا په خدمت کې یم امیر صیب! نه غواړم، چې د خبرو له لارې دي پوی کړم، بلکې د دې خبر مانا به په عملي بڼه در ته روښانه کړم.

یاد تجار له امیر نه و غوښتل: په ښار کې اعلان وکړه، چې راتلونکې جمعه(جمه) تجار په دار کېږي. امیر هم سمدستې “منادي” (اعلان کونکی) واستول. هغه په ټول ښار کې اعلان وکړل، چې راتلونکې جمعه فلان تجار دار ته خېژول کېږي.

د یاد تجار یو دوست را څرګند شو، ویلې: زه تیار یم چې د خپل ملګري د خلاصون له پاره نیمایې شتمنۍ ځار کړم!

امیر ور ته کړه: نه، یاده شتمنۍ بسنه نه کوي، باید هغه اعدام شي. څه مهال وروسته بیا را څرګند شو، ور ته یې کړه: امیر صیب! د خپل دوست او ملګري د خلاصون په موخه واړه شتمنۍ ښندم.

امیر ور ته کړه: نه د شتمنۍ په مټ یې خلاصون او سفارش ناشونی دی، هرو مرو باید اعدام شي.

ياد دوست، تجار ته سترګې ور کږې کړې، ور ته یې کړه: ستا د خلاصون په لاره کې مې ټوله شتمنۍ ځار وله؛ خو کومه مثبته نتیجه یې ور نه کړه، ایا ما ستا د دوستۍ حق ادا کړ؟!

هغه ور ته کړه: هوکې! له هڅو نه، مو نړۍ مننه!

یاد دوست، د امیر په سپارښتنه له ودانۍ نه وایستل شو.

څو شېبې وروسته یې یو بل داسې دوست را څرګند شو، چې د نږدې سیمې نه برېښېده. امیر ته یې کړه: صیب! دا د جنایت وګړی نه دی، ته تېر وتی یې، هغه کس زه یم کوم مې چې جنایت تر سره کړی او د اعدام وړ یم! زه قسم کوم، چې هغه له دې جنایت نه بري او پاک دی! د امیر دواړه سترګې په یاد وګړي کې خښې دي، ور ته یې کړه: سمه ده، د تجار پر ځای به تا و دار ته و خېژوو. ياد دوست ور غبرګه کړه: هوکې! زه باید تېزندۍ شم؛ ځکه زه مجرم او جنایت ګر یم!

امیر سپارښتنه وکړه، چې باید د یاد دوست د اعدام ځای برابر شي.

کله یې چې هغه د اعدام و تختې و رساوه، امیر ور ته ویل: ایا ته له خپل دریځ نه لاس په سر یې؟ په خپله خبر پښېمانه یې؟!

هغه ور ته کړه: نه، له خپل کړي اقرار نه، نه اوړم، زه جنایت کار او مجرم یم؛ خو زما دوست، زما ملګری ترېنه پاک دی.

دا مهال تجار، و خپل خواږه دوست ته ور غاړېوت؛ ویلې: امیر صیب! په عملي بڼه دي وپېژندل: نیمګړی دوست او بشپړ دوست! نیمګړی دوست هغه دی، چې له تانه خپله شتمنۍ ځار کړي او بشپړ دوست هغه دی، چې خپله قیمتي اروا (روح) له تانه د سپېلني په څېر لوګی کړي!

 

ـــــــــــ

عبرت: د هالنډ د سترې او بوږنونکې معضلې په تړاو بشپړ دوست، نیمګړی دوست او تش په خوله دوست واړه د لمر په څېر روښانه شول.