بغلان کې ترافیکي پېښې ۱۷ کسان مړه کړي

د بغلان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې د یاد ولایت په خوست ولسوالي کې په یوه غرنۍ سیمه کې د موټر چپه کېدو له امله ۱۴ تنه مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.

د خوست ولسوال لطف الله عاطف وایي، دا پېښه نن سهار د بلفي کوتل په سیمه کې رامنځته شوې ده. نوموړي ویلي، دا فلانکوچ موټر هغه مهال چپه شوی چې له خوست ولسوالۍ څخه د ولایت مرکز پلخمري ته پر لاره و او په همدې سیمه کې له سړکه وتلی او لاندې لوېدلی دی.

ولسوال وايي، په دې پېښه کې ١٧ کسان مړه شوي چې پنځه ښځې او پنځه ماشومان هم پکې شامل دي. د نوموړي په خبره، د پېښې ټپیان ځایي کلنیک ته استول شوي او روغتیایي وضعیت یې ښه دی.