بلخ لیجنډز لوبډلې د افغانستان غوره لیګ کرکټ سیالیو اتلولي وګټله

د افغانستان د کرکټ غوره ليګ سياليو پايلوبه کې بلخ لوبډلې کابل زلميو ته په څلورو وېکټو ماته ورکړه او د دې سياليو اتلولي يې وګټله.

کابل د پچې له ګټلو وروسته لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې يې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۳۳منډو هدف ورکړ.

د کابل د توپ وهنې پيل ښه نه و د پيل لوبغاړي يې ژر ژر له لاسه ورکړل خو د منځ لوبغاړو يې سيالي يو څه کابو کړه، جاوېد احمدي ۳۲، واين پارنېل او کولېن انګرم هر يوه ۲۱ منډې وکړې.

د بلخ لپاره قيس احمد تر ټولو ډېرې ۵ وېکټې واخيستې د ده تر څنګ محمد نبي، افتاب عالم، روي بوپارا او ميرويس اشرف يو يو لوبغاړی وسوځاوه. د بلخ لوبډلې د توپ وهنې پيل ښه نه و په لومړي اوور کې يې دوه وېکټې له لاسه ورکړې، خو کرېس ګېل ښه لوبه وکړه او په ۳۴ توپونو يې ۵۶ منډې جوړې کړې. د ده ترڅنګ روي بوپارا ۳۲ منډې وکړې.

بلخ په ۱۹ اوور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ټاکلی هدف پوره کړ او پايلوبه يې وګټله.

د کابل لپاره واين پارنېل دوه، راشد خان، فريد احمد او مسلم موسي يوه يوه وېکټه واخيسته.

سږني اې پي ایل کې پنځو لوبډلو برخه لرله، چې کندهار نایټز، بلخ لجنډز، ننګرهار پړانګان، پکتیا پنترز او کابل ځوانان وه چې هرې لوبډلې پکې د بلې لوبډلې سره دوه دوه لوبې ترسره کړې.

ګڼ نړیوال او مشهور کرکټ لوبغاړي هم د دغه لیګ برخه وو، چې برېنډن مېککلم، انډري رسل، کرېس ګېل او شاهد اپریدی يې لوی نومونه وو.

په دې سياليو کې تر ټولو مخکښ توپوهونکی محمد شهزاد و، چې په دغه لیګ کې يې ۳۴۶ منډې تر سره کړې وې خو تر ټولو مخکښ توپ اچوونکی بیا سريلانکايی اوډانا ایسورو و، چې تر ټولو ډېرې ۱۷ ویکټې يې ترلاسه کړې وې.

د ټول لیګ غوره لوبغاړي جایزه بیا راشد خان تر لاسه کړه، چې په توپوهنه او توپ اچونه دواړو کې ښه ځلېدلی و.

دا لومړی ځل دی چې افغان کرکټ بورډ له هېواده بهر او د ګڼو نړیوالو لوبغاړو په ګډون په پراخه کچه د کرکټ غوره لیګ سیالۍ وکړې او په کامياب ډول پای ته ورسېدې.

نصرت الله عمرزی