‏ بلخ کې سږ کال د لمر ګلي ( آفتاب پرست) کښت او حاصلات ٣٠ سلنه زيات شوي دي

د بلخ کرنې او مالدارۍ رياست وايي، چې په یاد ولایت کې د تېرکال په پرتله سږ کال د لمر ګلي ( آفتاب پرست) کښت او حاصلات ٣٠ سلنه زيات شوي دي.
د هغه په وينا، په بلخ کې له درېيو کلونو راهيسې د لمر ګلي کرکيله ډېره شوې او اوسمهال د دغه ولايت په نهر شاهي، چمتال کې ډېر ترلاسه کيږي.