بلخ کې طالبانو ۸ ملکي وګړي وژلي دي

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل رسنیو ته ویلي، چې طالبانو د دې ولایت په شولګره ولسوالۍ کې کې ۸ ملکي وګړي وژلي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ طالبانو دا ملکي وګړي د شولګرې ولسوالۍ تښتولي او بیا یې په ډزو وژلي دي.

که څه هم وسلوالو طالبانو د بلخ د پولیسو ویاندې یادې ادعا په اړه مشخصاً څه نه دي ویلي، خو د دې ډلې یو ویاند ذبیح الله مجاهد د ملکي وګړو د وژنې خبر سره سم په خپله ټوېټر پاڼه لیکي چې د بلخ ولایت شولګر ولسوالۍ په ګډون د دې ولایت ځینو نورو ولسوالیو کې یو شمېر سرتیري دوی ته تسلیم شوي دي.