په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي، هوايي او ځمکني بریدونه افغان ځواکونو د بلخ په شولګرې، چمتال او نهرشاهي ولسوالیو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر سره کړي،چې پر مهال یې ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۸ تنه ټپیان او څلور عرادې موټر سایکلونه یې له منځه وړل شوي دي.
د امنیتي چارواکو په وینا د عملیاتو پر مهال درې افغان سرتیرې هم وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.