بلوچستان کې وسله والو۶ پاکستاني پوځیانوته مرګ ژوبله اړولي ده

د بلوچستان په واشک ولسوالۍ کې د وسلوال برید له امله د پاکستان درې پوځیان ووژل شول او درې ټپیان شول.
په دغه برید کې یو ډګروال وژل شوی او بل ټپی دی.
کوټه کې حکومتي سرچینې وايي، دا پېښه د واشک په مرغاب کور( سیمه) کې شوې ده. د بلوچستان واشک له ایران سره پوله لري.
چارواکي وايي، امنیتي ځواکونه خپل مرکز ته د ستنېدلو پر مهال د ناڅرګندو وسلوالو له برید سره مخ شول.
په ورته مهال د پاکستان د لومړي وزارت له دفتر خپره شوې بیانیه کې دغه برید غندل شوی دی.
په بیان کې د شاهد خاقان عباسي له خولې له د امنیتي ځواکونو پر مرګ ژوبله خواشیني ښودل شوې ده.
لومړي وزیر عباسي پر ځايي اداره غږ کړی چې د ټپیانو ښه درملنه وکړي.
د بلوچستان سر وزیر(اعلی وزیر) نواب ثنا الله زهري او د کورنیو چارو وزیر میر سرفراز بګټي هم په مرغاب کور کې پر امنیتي ځواکونو برید غندلی دی.
د دوی په خبره، د سولې دوښمنان د خپلو شومو موخو لپاره پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.
دغه چارواکي وايي، دوی به دغه وسلوال د قانون منګولو ته وسپاري.