بلوچستان کې په یو وسله وال برید کې پنځه پاکستاني عسکر وژل شوي

د پاکستان پوځ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ  وسله والو د بلوچستان په سبې سیمه کې په پوځیانو برید کړی چې امله يي پنځه پاکستاني عسکر وژل شوي.

د یاد برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه ‌دی اخیستی.