نن د بلوچستان کيچ ضلعې اړوند د تربت سیمې په یو بازار کې په بمي چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۷ نور ژوبل شوي دي.
سیمه ییز پولیس وایي، نامالومو وسلوالو د یو دوکان سره نږدې په ولاړ موټر سایکل کې چاودونکي توکي اېښي وو.
که څه هم دا لا نه ده مالومه چې د دغې چاودنې هدف څوک وو؛ خو په پېښه کې نيزدي ولاړو نورو لاریو او موټرو ته هم زیان رسېدلی دې.
د ژغورنې ادارې او پولیس چارواکو رسنيوو ته ويلي، چې وژل شوی تن او ژوبل کسان ټول عام وګړي دي.
تر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی