ځایي چارواکي وایي پېښه د یاد ایالات په هرنای سیمه کې د سکرو په یو کان کې رامنځته شوې چې اووه تنه په کې وژل شوي دي.
د دوی په وینا چاودنه د میتان ګاز له امله رامنځته شوې خو د قربانیانو د هویت په اړه یې څه نه دي ویلي. په بلوچستان کې وخت ناوخت په کانونو کې د غیر مسلکي کېندونو او نا منظم کار له امله دغه ډول پېښې رامنځ ته کېږي چې کارګرو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.