بلوچستان کې چاودنې لږ تر لږه ۵۲ تنه وژلي

پاکستان کې د بلوچستان ایالت د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي ويلي، په خضدار سيمه کې د شاه نوراني په مزار کې د چاودنې له نږدې ۵۲ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

تراوسه نه ده روښانه چې دا ځانمرګي بريد وو که ريموټ کنټرول بمي بريد؛ خو امنیتي چاروکي وايي، دوی د پیښې په اړه پلټنې پیل  کړي.

د بلوچستان وياند انورالحق کاکړ له رسينو سره په خبرو کې ويلي، د پيښې ځای ته امبولانسونه رسیدلي.

نوموړی وايي، لا د پيښې د کره مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.

نوموړي زياته کړه، د شاه نوراني مزار د خضدار سيمې له مرکزه ۳۰۰ کيلومتره لرې پروت دی چې له امله يې په مرستو رسولو کې له ستونزو سره مخ دي.

بلخوا د بلوچستان د روغتيا وزير رحمت صالح وايي د مرستې رسولو ډلې يې د پېښې ځای ته لېږلې او ټول ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د يادونې وړ ده چې سږ کال په بلوچستان کې دا څلورمه خونړۍ حمله ده چې لسګونه کسان پکې وژل کېږي.