بنګلدېش ته کډه شوي روهېنګیان بېرته میانمار ته ستنېږي

بنگله دېش له ميانمار سره د روهېنگيا مسلمانانو د بېرته ستنېدا تړون لاسليک کړى.

د دغه تړون پر بنسټ به سلگونه زره هغه روهېنگيان چې تاوتريخوالي او د پوځ د عملياتو له امله گاونډ بنگله دېش ته تښتېدلي، وتوانېږي چې بېرته خپلو مېنو ته ستانه شي. د ميانمار په پلازمېنه “نيپيداو” کې د لاسليک شوي تړون جزييات لا نه دي څرگند شوي. بنگله دېش وايي دا حالاتو کې د سمون په لور لومړى گام دى.

د ميانمار چارواکو ويلي هومره ژر چې شونې وي ځان به د روهېنگيانو بېرته ستنېدا ته چمتو کړي. مرستندويو ټولنو د روهېنگيانو جبري ستنولو په تړاو اندېښنه څرگنده کړې او وايي د هغوى خونديتوب بايد تضمين شي.

دیادولو وړ ده چې اوړمه ورځ امریکا دوهینګیا مسلمانانو دبی ګناه وژنه وغندله او له هغوۍ یې ملاتړ اعلان کړ.