بنګله دېش، پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د اسیا جام سیالیو پای لوبې ته لار پیدا کړه

بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې پاکستان ته په ۳۷ منډو ماتې ورکړه او د ۲۰۱۸م کال اسیا جام سیالیو ته یې لار وموندله

بنګله دېش د ټاس په ګټلو سره توپ وهنه پیل کړه.

که څه هم پیل یې ښه نه وو او په ۱۲ منډو یې درې لوبغاړي سوځېدلې وه، خو د مشفیق الرحیم او محمد میتون په اوږده ملګرتیا او ښې توپ وهنې سره یې پاکستان لوبډلې ته ۴۹م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۴۰ منډو هدف ورکړ.

مشفیق الرحیم ۹۹، محمد میتون ۶۰ او محمد الله ۲۵ تر نورو زیاتې منډې وکړې.

د پاکستان لپاره جناید خان ۴، شاهین شاه افریدي او حسن علي دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

توپ وهنه کې د پاکستان پیل هم ښه نه وو او لوبغاړي یې په کمه ملګرتیا پرله پسې سوځېدل، امام الحق د پاکستان لپاره ۸۳، اصف علي ۳۱ او شعیب ملک ۳۰ منډې وکړې.

د پاکستان لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره یواځې ۲۰۲ منډې وکړې او لوبه یې د ۳۷ منډو په توپیر بنګله دېش ته وبایلله.

د بنګله دېش لپاره مستفیض الرحمن ۴ او محدي حسن دوه ویکټې واخیستې

بنګله دېش په دې بریا سره د اسیا جام سیالیو پای لوبې ته لار ومندله.

له دې وړاندې په ۲۰۱۲ کال کې هم بنګله دېش پای لوبې ته وتې وه، خو پاکستان ته یې په دوه منډو بایللې وه.

د ۲۰۱۶ کال شل اوریز اسیا جام پای لوبه کې هم بنګله دېش له هند سره ورستۍ لوبې ته لار موندلې وه، خو هغه لوبه هند ګټلې وه.

د ۲۰۱۸ کال اسیا جام پای لوبه به سبا جمعه د بنګله دېش او هندوستان ترمنځ د مازیګر په ۴ بجو پیل شي.

نصرت الله عمرزی